پکتیکا کې له سلو زیاتو اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې وویشل شوې
د پکتیکا ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د یوې شفافې پروسې په پایله کې پر ۱۰۲ ثبت او مستحقو اړمنو او سوالګرو کورنیو نغدي مرستې وویشلې.
یادې مرستې د اړوند کمېسیون له لوري د مستحقو په توګه له تثبیت وروسته ترسره شوې، چې د کورنیو د شمېر له مخې هرې کورنۍ ته د پنځه زره افغانیو په اندازه نغدي مرسته ورکړل شوه.