پکتیکا کې د وسلو او چاودېدونکو توکو زېرمې له منځه یوړل شوې.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۶ - ۱۵:۲۳
q

افغان ګډو ځواکونو د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ په خیربین سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د چاودېدونکو توکو یوه زېرمه او ګڼ شمېر مهمات کشف او له منځه وړي دي.

د یادو عملیاتو پرمهال درې ترهګر طالبان ژوندي نیول شوي او دوه د وسلو ډیپوګاڼې او د چاودېدونکو توکو یو مرکز یې له منځه وړی دی.

د عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو دوه عرادې موټر سایکلونه، یو عراده موټر، ۸۰ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه، د درنو وسلو یو شمېر مهمات او مهم اسنادونه، یوه کشفي کمره او ۵۰ بورۍ چاودېدونکي توکي کشف او له منځه وړل شوي دي.