پکتیکا کې د طالبانو تش په نامه والي ووژل شو

jamil-moi
جمعه ۱۴۰۰/۴/۱۱ - ۱۹:۳۹
7

د پکتیکا ولایت د خوشامند ولسوالۍ په هستې سیمه کې د ترهګرو طالبانو د تش په نامه والي “محمد عیسی” په ګډون ګڼ ترهګر طالبان وژل شوي دي. 
یادو ترهګرو طالبانو غوښتل چې په هستې سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي، چې د هوایي او ځمکنیو ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شوي او په پایله کې یې ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.