پکتیکا کې د ترهګرو طالبانو د ماینونو او چاودېدونکو توکو یوه لویه زېرمه کشف او له منځه یوړل شوه

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۹ - ۱۴:۴۲
4

تېره شپه پولیسو د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ په ملایانو سیمه کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو د ماینونو او چاودېدونکو توکو یوه لویه زېرمه کشف او له منځه وړې ده.
په یاده زېرمه کې ۲۸ کړۍ بېلابېل ډوله ماینونه، دوه ځانمرګي واسکټونه، شپږ لاسي بمونه او یو شمېر نور چاودېدونکي توکي شامل وو.
ترهګرو ماینونه او چاودېدونکي توکي د یاد شویو سیمو د ملکي خلکو د نښه کولو په هدف استفاده کول.