پکتیکا کې دوه ترهګر طالبان د پینځو ملکیانو د مرګ‌ژوبلې په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۴ - ۱۵:۴۳
1

پولیسو د پکتیکا ولایت په خیر‌کوټ ولسوالۍ کې دوه ترهګر طالبان د پینځو ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې قضیې په تړاو نیولي دي.
وړمه ورځ د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسولۍ په "محمد‌حسن" کلي ترهګرو طالبانو پر ملکي خلکو ډزې کړې وې، چې له امله یې د یوه ماشوم په ګډون درې ملکیان شهیدان شوي وو او دوه نور ټپیان وو.
نیول شویو ترهګرو خپل جرم منلی او د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به یې دوسیې اړونده بنسټ ته وسپارل شي.