پکتیکا کې درې ترهګر طالبان وژل شوي.
تېره شپه ناوخته ترهګرو طالبانو د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ د زړې کلا او د هیبتو پر پوستو ډله ییز برید کړی، چې د ملي پولیسو له کلک مقاومت سره مخ شوی دی.
د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې درې ترهګر طالبان وژل شوي او د ترهګرو طالبانو موټر سایکل، راکټ، مخابره او یو شمېر نورې وسلې د پولیسو لاسته ورغلې دي.
په یاده نښته کې پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی.