پکتیا کې ۳۴ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۵/۵ - ۹:۷
ط

تېره ورځ د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو په احمدابا ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۳۴ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړي دي.
یاد نشه يي توکي د چرسو له ډوله دي چې د احمدابا ولسوالۍ په کوټکۍ سیمه کې په یوه کور کې دننه ځای پر ځای شوي وو؛ چې د ملي پولیسو لخوا کشف اوضبط شول.
تر اوسه د دې قضیې په تړاو څوک ندي نیول شوي، خو د پولیسو پلټنې روانې دي.