پکتیا کې ۱۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو او ملي اردو ځواکونو د پکتیا ولایت د احمدخېلو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو له شتونه د پاکولو په موخه یو لړ عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې اوه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د یادو عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.