پکتیا کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات ونیول شول.

د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ په لواړې سیمه کې ګډو امنیتي ځواکونو یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې له یوه کوره ۱۵ میله بېلابېلې وسلې، راکټ مرمۍ، یوه بکسه بم غورځوونکې مرمۍ، پیکا مرمۍ، مخابرې، مهمات او نظامي تجهیزات نیولي دي.
یادې وسلې او مهمات په یوه کور کې دننه ځای پر ځای شوې وې، چې ترهګرو په تخریبي کړنو کې ترې ګټه اخیسته.
همداراز د پکتیا د مرکز ګردېز اړوند په چوڼۍ سیمه کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې یو ترهګر طالب وژل شوی او بل یې ټپي شوی دی.