پکتیا کې څه باندې ۵۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د پکتیا ولایت د احمداباد ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په پایله کې د " سپین کلي" سیمې په اړوند برخو کې له یوه کوره څه باندې ۵۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي "پروسېس شوي چرس" له دوه میله وسلو سره د پولیسو لاسته ورغلي دي.