پکتیا کې پولیسو یو قاتل نیولی.

د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو یو قاتل نیولی دی.
یاد کس د خوست ولایت اوسېدونکی دی او څه موده دمخه یې یو خوست مېشتی وژلی و او بیا په تېښته بریالی شوی.
له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت پولیسو دغه کس ګردېز ښار ته د خوست پله سیمه کې داخلېدونکې لاره کې له پېژندنې وروستی نیولی دی.
نیول شوي کس خپل جرم منلی دی.