پکتیا کې د ترهګرو طالبانو دوه مهم ډلمشران ووژل شول.

moi-af
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۵ - ۱۰:۴۶
ظ

تېره ورځ د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ پر اډې ترهګرو طالبانو برید کړی، چې د زرمت ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو له ځوابیه غبرګون سره مخ شوي دي.
د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې د طالبانو دوه مهم ډلمشران وژل شوي او یو شمېر وسلې، جګړه ییز توکي او یو عراده موټرسایکل یې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په یاده نښته کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.