پکتیا کې؛ پولیسو څلور تنه د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول

د کورنیو چارو وزارت نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو د پکتیا ولایت په مربوطاتو کې د دوو جلا عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د نشهیي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل شوي دي.
پولیسو له نیول شوو کسانو څه باندې یو زرو او ۷۰۰ نشهیي ټابلیټونه او یو کیلوګرام چرس هم ترلاسه کړي دي.