پکتیا او کندهار کې یو شمېر چاودېدونکي توکي نیول شوي.
پکتیا او کندهار ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې لسګونه هاوان ګولۍ، ۱۴ راکټ ګولۍ، څلور د ډیسي توپ ګولۍ، د هاوان سر ګلولې، نظامي تجهیزات او یو شمېر چاودېدونکي توکي نیول شوي دي.
ترهګرو طالبانو یاد چاودېدونکي توکي او نظامي تجهیزات په کورونو کې ځای پر ځای کړي وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې د ملي پولیسو له خوا ونیول شول.
یاد چاودېدونکي توکي د پکتیا د ګردېز او د کندهار د تخته پل ولسوالۍ له اړوند سیمو نیول شوي دي.