پکتیا او لغمان کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی شوی.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۲ - ۹:۵۳
c

تېره ورځ د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو دوه کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړل.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه د احمدابا ولسوالۍ پر لویه لاره ځای پر ځای کړي وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شول.
همداراز د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د مرکز په قلعه فتح کلي کې یو کړۍ ریموټ کنټرول ماین کشف او شنډ کړی دی.
ترهګرو یاد ماین د ملکي مرګ ژوبلې لپاره ځای پر ځای کړی و.