پکتیا او فاریاب کې ۱۲ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول.

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د پکتیا ولایت په ګردېز ښار کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۰ کړۍ د پرسونل ضد ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
په همدې حال کې د فاریاب ولایت پولیسو د قیصار ولسوالۍ په زوري څلور لارې کې هم دوه کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي چې ترهګرو طالبانو د امنیتي ځواکونو د نښه کولو په هدف ځای پر ځای کړي وو.