پولیسو ۳۵۸ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په نیمروز، کندز او ننګرهار ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د ۳۵۸ کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې ډلې په کندز کې یو تن د ۲۷۰ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق په تړاو؛ ۷۰ کیلو ګرامه هیرویین، شیشه، تریاک، چرس او کرستال له نیمروز څخه او دوه تنه نور له ننګرهار څخه د ۱۸ کیلو ګرامو نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.