پولیسو ۱۹ تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۲ - ۱۴:۴۵
h

د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۸ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، دویمې، درېیمې، پنځمې، شپږمې، اومې، اتمې، لسمې، اولسمې او بګرامیو له ولسوالۍ نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه ۱۲۲ ګرامه هیرویین، ۳۴ ګرامه شیشه، څلور کیلو ګرامه چرس او تابلېټ کا کشف او ضبط شوي دي.
همداراز د جوزجان ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د یاد ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې د یوه عملیات په لړ کې ۱۹ بوتله الکولي څښاک کشف او ضبط کړي او په تړاو یې یو تن نیولی دی.