پولیسو کاپیسا کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړې.

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړې دي.
د عملیاتو په لړ کې یو میل پیکا، یو میل کلاشینکوف، درې میله تفنګچې، اوه عدده لاسي بمونه او د سپکو او درنو وسلو یو شمېر مهمات او تجهیزات د پولیسو لاسته ورغلي دي.
یادې وسلې او مهمات په یوه کور کې دننه ځای پر ځای شوې وې، چې په تړاو یې دوه شکمن کسان نیول شوي دي.