پولیسو کابل کې په یوه مسافروړونکي موټر کې له چاودنې مخنیوی کړی

jamil-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۳ - ۱۵:۲
j

کابل پولیسو د یوه کشفي اقدام په ترڅ کې په ښاري موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماین د کابل ښار د اتلسمې امنیتي حوزې په اړوند شهدا څلورلاره کې په یوه ټونېس ډوله موټر کې ځای پر ځای کړی و.
د دې ماین په کشف او شنډ سره له خونړۍ ترورېستي پېښې چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل کېدله، مخنیوی شوی دی.