پولیسو څلور تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي

له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په ننګرهار، بغلان او خوست ولایتونو کې څلور تنه د وسله والې غلا په تړاو نیولي دي.
پولیسو د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار د پنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې دوه تنه چې پر عامه لارو یې د خلکو د موبایلونو او قیمتي توکو په غلا لاس پورې کاوه؛ له یو عراده رېکشا سره یو ځای نیولي دي.
بغلان کې هم پولیسو هغه کس نیولی چې په کندز ښار کې یې یو عراده زرنج موټرسایکل غلا کړی و او غوښتل یې پلخمري ښار ته یې ولېږدوي.
د خوست ولایت د مرکز لومړۍ حوزې په اړوند سیمو کې هم یو کس چې په ښار کې یې له ساعت پلوروونکو څخه ګڼ شمېر ساعتونه غلا کړي وو؛ له ۷۴ قابه ساعتونو سره یو ځای نیولی دی.
د یادونې وړ ده چې پولیسو یاد غلا شوي توکي او وسایط بېرته خپلو مالکینو ته سپارلي دي.