پولیسو ځواکونو؛ ۲۳ تنه د هیواد په ۱۲ ولایتونو کې نیولي
۲۳ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو له لوري د جلا جلا عملیاتو په پایله کې د کاپیسا، تخار، بامیانو، بلخ، پنجشېر، بدخشان، خوست، هلمند، فراه، جوزجان، فاریاب او کندز ولایتونو څخه نیولي دي.
د نیول شویو کسانو څخه یوه اندازه چرس، تریاک، شیشه او له زرو دانو څخه زیادې نشه یي ګولۍ ترلاسه شوي دي.