پولیسو ننګرهار کې دوه انسان تښتوونکي نیولي.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۹ - ۱۱:۸
1

نن د ننګرهار ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو، د دې ولایت په خوګیانیو ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکو د یوې ډلې د نیولو په موخه عملیات ترسره کړل.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې دوه مشهور انسان تښتوونکي نیول شوي، چې د ننګرهار په بېلابېلو جنايي جرمونو او انسان تښتوونو کې یې لاس درلود
او قضیه یې اوسمهال د پولیسو تر څار لاندې ده.