پولیسو له پنځو ماین چاودنو مخنیوی وکړ.
تېره ورځ د ملي پولیسو منسوبینو له پنځو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو په هرات، سرپل، سمنګان او لغمان ولایتونو کې د ترهګریزو پېښو او ملکي مرګ ژوبلې په هدف پنځه کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شول.