پولیسو له نهه ماین چاودنو مخنیوی کړی.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۱ - ۹:۵۶
ث

د لوګر، خوست، ننګرهار، پکتیا، هرات او غور ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو له نهه ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د لوګر د مرکز په اړوند شش کلا سیمه، د خوست – لکڼو پر عمومي لاره، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې، د زرمت – ګردېز؛ خوست – ګردېز پر لویو لارو، د هرات په کوهسان ولسوالۍ او د غور په فېرزوکوه ښار کې نهه کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او د یادو ولایتونو د امنیه قومندانیو د انجینیرۍ ډلې لخوا شنډ شوي دي.