پولیسو له شپږو ماین چاودنو مخنیوی کړی.
د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار د پنځمې امنیتي حوزې پولیسو پنځه کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړل.
ترهګرو طالبانو د لښکرګاه ښار پر عمومي سړکونو او عامه ځایونو کې پنځه کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې د پولیسو لخوا په پیر سوز کلا سیمه کې کشف او شنډ شول.
همداراز د کندز ولایت د درېیمې امنیتي حوزې مال بازار سیمې ته نږدې هم د یو کړۍ ماین له چاودنې مخنیوی شوی.
ترهګرو یاد ماین د تېلېفون په وسیله عیار کړی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې د ملي امنیت د ریاست د تطهیر ټیم لخوا شنډ شو.