پولیسو د پنځو کړیو ماینونو د کشف سربېره ۲۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړل

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۵ - ۹:۴
6

پولیسو په لوګر او فراه ولایتونو کې د پنځو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو د کشف سربېره په هرات ولایت کې ۲۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي کشف او له منځه وړي دي.
ترهګرو د لوګر ولایت د مرکز اړوند په عمراباد او پورک کلیو او د بره‌کي برک ولسوالۍ پر لویه لار څلور کړۍ ماینونه او د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو کړۍ ماین د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو؛ چې له چاودنې مخکې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو او امني پولیسو په مرسته کشف او شنډ شوي دي.

پولیسو د هرات ښار د لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې پر یوه کور د عملیاتو په ترڅ کې هم ۲۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، یو ډېر شمېر ثانیه سوز فلیتې او ګولۍ هم کشف او ترلاسه کړې دي.
ترهګرو له یادو چاودېدونکو توکو څخه د ترهګریزو پېښو په طرح او سازماندهي کې استفاده کوله، چې د هرات پولیسو د چټک اقدام په پایله کې ترلاسه او له ګڼو خونړیو پېښو مخنیوی شوی دی.