پولیسو د نشه يي توکو شپږ پلورونکي نیولي

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۲ - ۸:۳۵
w

د کندهار او خوست ولایتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو شپږ پلورونکي نیولي دي.
د کندهار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په کندهار ښار او ولسوالیو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو پنځه پلورونکي نیولي.
یادو کسانو په کندهار کې پر روږدو نشه يي توکي پلورل، چې د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
د یادونې ده چې له دې کسانو څخه ۱۳ کیلو ګرامه نشه يي توکي د هیرویینو، ښیښه او چرسو له ډوله هم ضبط شوي دي.
همداراز د خوست پولیسو هم یو تن د خوست ښار له اړوند سیمو د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولی دی.