پولیسو د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور پنځه تنه نیولي

farhadi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۶ - ۱۵:۷
d


له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په کابل، هرات او فاریاب ولایتونو کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیولي دي.
له نیول شویو کسانو یو شمېر نشه يي توکي، سپکې او درنې وسلې او نظامي تجهیزات هم د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.
یاد کسان د کابل له هوايي ډګره، د هرات له انجیل ولسوالۍ او د فاریاب له میمنې ښاره نیول شوي دي.