پولیسو د نشه يي توکو اووه تنه پلورونکي نیولي

farhadi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱/۷ - ۱۰:۲۶
x


د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو، د نشه يي توکو اووه پلورونکي نیولي. له یادو کسانو څخه څه باندې ۷۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي هم کشف او ضبط شوي دي.
د نشه يي توکو پلورونکي په کابل، ننګرهار او فراه ولایتونو کې نیول شوي.
یاد کسان د کابل د درېیمې، لسمې، دولسمې او اوولسمې ناحیو؛ د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ او د فراه د مرکز په اړونده سیمو کې نیول شوي دي.