پولیسو د ترهګریزو کړنو په تور پنځه شکمن کسان ونیول.

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ترهګرۍ ضد یو لړعملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګریزو کړنو پر ضد د کابل ښار د اتمې ناحیې له اړوند سیمې څلور شکمن کسان نیولي.
همداراز د پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې یو کس د ترهګریزو کړنو په تور نیولی.
له یاد کس څخه یو میل تفنګچه، یو میل چره يي او یو شمېر پېژند کارتونه د پولیسو لاسته ورغلي دي.