پولیسو دوه ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.
د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې پولیسو یو ترهګر طالب نیولی.
یاد طالب غوښتل چې د پولیسو له جامو په ګټنې پر پولیسو برید وکړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې ونیول شو.
ترهګر طالب د دولتي کارکوونکو پر موټر د ماین نښلولو هوډ هم درلود، چې د ملی پولیسو له خوا ونیول شو.
همداراز د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې اړوند په محمد خېلو کلي کې یو ترهګر طالب هغه مهال وژل شوی، چې غوښتل یې د شپې له خوا پر پولیسو برید وکړي.
د ترهګر طالب یو موټر سایکل او یو میل کلاشینکوف هم د پولیسو لاسته ورغلی دی.