پولیسو درې تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۸ - ۸:۳۶
ف

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په کابل او کونړ ولایتونو کې درې تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه یو یې د کابل په پغمان ولسوالۍ او دوه نور یې د کونړ په المار ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه یو میل کلاشینکوف، یو میل تفنګچه، څلور کړۍ ماینونه، درې ډزه BM1 او هاوان ګولۍ، یو عراده موټر او یو شمېر نور مهمات د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.