پولیسو اووه تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي
د فراه، هرات او فاریاب ولایتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اووه تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
له دې منځه څلور تنه د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ او د مرکز ګرجي او عسکراباد له کلیو؛ دوه تنه د هرات ښار د ۱۳مې ناحیې او همداراز یو کس د فاریاب ولایت د میمنې ښار له اړوند سیمو د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له یادو کسانو څخه یو شمېر نشه يي توکي د هیرویینو، امفتامینو، چرسو او تریاکو له ډوله هم کشف او ترلاسه شوي دي.