په ۹ ولایتونو کې ۲۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ۹ ولایتونو کې ۲۱ تنه د غلا او د جعلي پیسو د کارولو په تړاو نیولي دي. له نیول شوو کسانو څخه، ۴ تنه په سمنګان کې د څارویو د غلا، ۳ تنه په غزني، ۳ تنه په فراه، ۳ تنه په نیمروز او ۳ تنه په بغلان کې د غلا، ۲ تنه په هلمند او ۲ نور په غور او کندوز ولایتونو کې د غلا په تړاو نیول شوي دي. دغه راز د پکتیکا ولایت د امنیې قومندانۍ پولیسو ۱ تن له ۲۴۶ زره او ۵۰۰ جعلي پاکستاني کلدارو او ۳ زره او ۲۱۰ جعلي افغانیو سره یوځای نیولی دی.