په ۸ ولایتونو کې؛ نیږدې ۱۵۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه او ۱۲ تنه نیول شوي

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د نشه یي توکو سره د مبارزې د کمپاین په لړ کې دا ځل ۱۴۲ جریبه ځمکه د بدخشان په خاش ولسوالی کې او ۵ جریبه نوره ځمکه د غزني په ولایت کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.
د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۲ تنه د ۷۰۰ کیلو ګرامو نشه یي توکو سره د پکتیا، یو تن د ۱۸ کیلو ګرامو نشه یي توکو سره په ننګرهار کې، ۲ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په خوست کې او دوه تنه نور د نشه یي توکو خرڅوونکي په کابل او بغلان کې نیول شوي.
په همدې حال کې، پولیسو د غور په ولایت کې، د نشه یي توکو یوه کارخونه کشف او سوځولې او ۵ تنه یې په اړه نیول شوي دي.