په ۶ ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تړاو ۱۶ تنه ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په ۶ ولایتونو کې د څو جلا جلا اقداماتو په ترڅ کې، ۱۶ تنه د غلا په تړاو نیولي دي.
له نیول شوو کسانو څخه ۳ تنه په فراه ولایت کې د څه باندې ۱۵ زره امریکايي ډالرو د غلا، ۵ تنه په کاپیسا ولایت کې د څارویو د غلا او نشه يي توکو د کارولو، ۴ تنه په هرات ولایت کې د غلا او ۲ تنه غله په لغمان ولایت کې نیول شوي دي. دغه راز ۲ تنه نور په نیمروز او پکتیا ولایتونو کې د غلا په تړاو نیول شوي دي.