په ۱۵ ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د تولید، قاچاق او پلور په تړاو ۵۸ تنه ونیول شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۳۲
xssg

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د خپلو جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې ۵۸ تنه په کندهار، پروان، بامیان، سمنګان، سرپل، فاریاب، خوست، کندوز، فراه، هلمند، بلخ، بغلان، لغمان، کنړونو او ننګرهار ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د تولید، قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي. له نیول شویو کسانو څخه تر پنځو کیلوګرامو زیات چرس، له دوه زرو څخه ډېر نشه‌يي ټابلیټونه او یو اندازه شیشه هم ترلاسه شوې ده. نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.