په ۱۱ ولایتونو کې ۴۵ تنه نیول شوي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۱۰:۳۸
vgbh


پولیسو دغه کسان په کابل، تخار، بلخ، ننګرهار، هرات، کندهار، پروان، هلمند، بدخشان، خوست او غزني ولایتونو کې د غلا، قتل، تېرایستنو او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د پلازمېنې کابل امنيې قومندانۍ پوليسو د دريمې ناحيې په مربوطاتو کې درې تنه د پيسو، مالونو او کالیو د غلا په تړاو، دوه تنه د وسايطو او موبايلونو د غلا په تړاو او شپږ تنه نور د اوومې ناحيې اړونده سیمو کې د جعلکارۍ په تړاو نیولي دي.
دغه راز، شپږ تنه د تخار ولايت مرکز تالقانو ښار په څلورمه ناحيه کې له کورونو د غلا په تړاو، شپږ تنه د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د قاچاق او يو بل تن د موټرو د غلا په تړاو د غزني ښار په څلورمه ناحیه کې نیول شوی دی.
بل پلو، پولیسو د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار پنځمه ناحیه کې څلور تنه وسله والو غلاوو، عامه نظم ګډوډولو او هم په نهرشاهي ولسوالۍ کې یو کس د مجاهد له نومه د استفادې په تړاو نیولی او یو بل تن یې  په خوست کې د موټرو د غلا په تړاو له یو غلا کړي موټر سره نیولی دی.
په یو بل خبر کې، پولیسو د جلال اباد ښار په دریمه ناحیه کې دوه تنه د غلا په تړاو او  دوه تنه نور د درې زره امریکایي ډالرو، ۱۳۰ زره افغانیو او ۵۰ یورو د شوکې په تړاو د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې نیول شوي دي.  همداراز دوه تنه  د پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې له خلکو د تیلیفونونو د غلا په تړاو او یو کس د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې د قتل په تور له یو میل وسلې سره لاس په لاس نیول شوی دی.
همدا راز د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د هرات ښار په شپږمې او اتمې ناحیو کې څلور تنه د غلا په تړاو، درې تنه د کندهار ولایت په دامان او ژیړیو ولسوالیو کې د موټرو د غلا په تړاو او یو تن د اوسپنې د قاچاق په تړاو د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې نیول شوی دی.