په کورنو چارو وزرات کې د تشکیلاتو د بیا کتنې او نهايي کولو او همدارنګه د معاشونو د ورکړې په اړه غونډه ترسره شوه.

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۱ - ۹:۵۹
55


پنجشنبه ۱۱ قوس ۱۴۰۰
نن سهار د اسلامي امارت د ریس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ، د چارو د ادارې د ریس په شتون کې د تشکيلاتو د بیا کتنې او نهايي کولو او بالخصوص د عامه نظم د ساتنې د ریاست د تشکيلاتو په اړه په کورنیو چارو وزارت کې غونډه جوړه شوه وه.
په دغه غونډه کې د ماليې او مخابراتو چارسمبالو وزيرانو، د افغانستان بانک مرستيال، د کابل ښاروالۍ مرستيال، د کورنيو چارو وزارت معينانو او ځينو نورو غړو ګډون درلود.
په ياده غونډه کې د اسلامي امارت د ریس الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي مسوولو کسانو ته لارښوونه وکړه چې د کورنيو چارو وزارت د تشکيلاتو د بیا کتنې او نهايي کولو په اړه په ګډه کار وکړي او د يکشنبې پر ورځ په دغه برخه د شویو پرمختګونو په اړه مسوولو کسانو ته راپور ورکړي.
همدارنګه په ياده غونډه کې لارښوونه وشوه چې مسوول کسان دې د معاشونو د پروسې د ځنډ عوامل پيدا او له منځه يوسي تر څو هر څومره چې ژر کيدای شي د يادو کارکوونکو معاشونه پر وخت ادا‌ء شي.
دغه راز په ياده غونډه کې پرېکړه وشوه چې د عامه نظم ساتنې د ریاست د ځواکونو د تشکيل بشپړولو پروسه دې چټکه شي، تر څو ياد ځواکونه په چټکۍ سره په يوه منظم چوکاټ کې د خصوصي او نړيوالو سکتورونو د ساتنې دندې پيل کړي. ‌‌