په کندهار کې د ۵۸۰ پسونو او نورو توکو د قاچاق مخه ونیول شوه

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۸
asdfsaf

 ​د کندهار ولایت د ښورابک ولسوالۍ په «بدلزو» سیمه کې امنیتي ځواکونو د ۵۸۰ پسونو د قاچاق مخه ونیوله. قاچاق وړونکو غوښتل دا څاروي له فرضي کرښې هاخوا ته واړوي، چې له امله یې ۲ تنه هم نیول شوي دي. ​همدارنګه په همدې ولسوالۍ کې له کرښې رادې غاړې ته رااړول شوي ۴ موټرسایکلونه، ۱ ټراکټور او ۲۳۵۰ کلوګرامه (۹۴ بوجۍ) وریجې هم نیول شوي او ګمرک ته سپارل شوي دي.