په کندهار ولایت کې یو شمېر نشهيي توکي او د هغو د جوړولو اړوند توکي کشف او ضبط شول
د کندهار ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، د خپلو جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو څخه یو زر او ۸۵ کیلوګرامه خام چرس، زر کیلوګرامه ومان بوټي، ۲۳ کیلوګرامه نشهيي ټابلیټونه، ۹ کیلوګرامه تریاک او چرس، او همداراز بېلابېل نور نشه یي توکي کشف او سوځولي دي.