په کاپیسا کې د غلا په تړاو ۳ تنه ونیول شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۱
asdfsaf

د کاپیسا ولایت امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې، د دغه ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ اړوند سیمو کې دوه تنه د ۱۸۳ زره افغانیو نغدو پیسو او یو بل تن د ۳ ځېرکو موبایلونو د غلا په تړاو نیولي دي.

غلا شوې پیسې او موبایلونه له پېژندنې وروسته د هغوی اصلي خاوندانو ته سپارل شوي او نیول شوي کسان د نورو څېړنو او قانوني پړاوونو د بشپړېدو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.