په کابل کې پر ۳۰۰ اړمنو کورنیو نغدي مرستې ووېشل شوې
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت اړوند د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري، په کابل کې پر ۳۰۰ مستحقو کورنیو نغدي مرستې ووېشل شوې.
په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معین الحاج شیخ عبدالرحمن منیر وویل، د سوالګرۍ د مخنیوي ترڅنګ هڅه کېږي چې د بېوزلو او اړمنو هېوادوالو پاملرنه او ملاتړ وشي.
په دې پروګرام کې هرې سروې شوې کورنۍ ته ۵ زره افغانۍ ورکړل شوې، ترڅو خپلې لومړنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي.