په کابل ولایت کې د ۱۲ زرو دانو څخه ډېرو نشه یي ګولیو کشف او نیول
د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې شرطې د یوه کشفي اقدام په ترڅ کې، ۱۲ زره ۴۳۹ دانې نشه یي ګولۍ د کابل ولایت د ۱۱ مې ناحیې په اړونده سیمو کشف او ضبط کړې.
د پيښې په تړاو یو کس نیول شوی چې د لومړنیو څېړنو دوسیه به یې عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.