په کابل ولایت کې د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۱۲۳ تنه ونیول شول
د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د پولیسو د جلا عملیاتو په ترڅ کې په تېرو اوو ورځو کې ۱۲۳ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیول شوي، چې د دوسیو له ترتیب وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
له نیول شویو کسانو څخه له دوه زرو څخه زیات نشه يي ټابلیټونه (کا)، ۱۵ کیلوګرامه چرس او یوه اندازه تریاک، شیشه او شراب هم ترلاسه شوي دي.