په کابل ولایت کې د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو لسګونه تنه ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۵۱
شسشسی

د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جلا جلا عملیاتو په پایله کې، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې۷۲ تنه د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي. یاد کسان به د اړوندو دوسیو تر ترتیب وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

له نیول شویو کسانو څخه زرګونه نشه‌يي ټابلیټونه، لسګونه لیتره الکولي مشروبات، یو اندازه چرس، شیشه، تریاک او خمیره شوي انګور هم ترلاسه شوي دي.