په کابل، تخار او هرات ولایتونو کې پنځه تنه د جنايي جرمونو په تور ونیول شول.

د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د لومړۍ ناحیې له اړوند سیمو دوه تنه د یو عراده کرولا موټر د غلا پرمهال نیولي.
همداراز د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د تالقان ښار له اړوند برخو دوه تنه د وسله والو غلاو او د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو له دوه میله وسلو، یو قبضه لاسي بم او یوې قبضې برچې سره نیولي دي.
بل خوا د هرات ولایت پولیسو له جبراییل ښارګوټي یو کس د وسایطو د غلا په تړاو له دوه عراده موټرسایکلونو سره نیولی دی.