په څلورو ولایتونو کې ۳۰ تنه د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شول او د تولید یوه کارخونه یې کشف او ویجاړ شوه
په هرات، ننګرهار، پکتیا او جوزجان ولایتونو کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په څو جلا جلا عملیاتو کې ۳۰ تنه نیولي او د نشهيي توکو د پروسس یوه کارخونه یې هم کشف او له منځه وړې ده.
له نیول شویو کسانو څخه، څلور زره او ۵۷۸ دانې نشهيي ټابلېټونه (کا)، ۵۳ کیلوګرامه د اېف (شیشې) د جوړولو په ترکیب کې کارېدونکي توکي او یو مقدار چرس، شیشه او هیروین هم ترلاسه شوي دي.