په څلورو ولایتونو کې؛ ۲۲ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیول شوي

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۴:۵۷
asda

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ۲۲ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو په هرات، کونړ، پروان او خوست ولایتونو کې نیولي، چې د پولیسو له لومړنیو څیړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شوي دي.
له نیول شو کسانو سره څه باندي پنځه کیلو ګرامه چرس، یو کیلو ګرام شیشه او نژدې دوه زره دانې نشه يي ګولۍ کشف او ترلاسه شوي دي.